منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.و
۱۵°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امنیتي مسوولین په غزني ښار کې د امنیت ټینګېدو ادعا کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

غزني ښار (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٨): د غزني امنيه قوماندان وايي، د کمربندي پوستو په جوړولو سره جګړه له ښاره ولسوالیو ته رسېدلې ده او ورسره امنيتي وضعيت ښه شوى، خو د دغه ولايت اوسېدونکي بيا يادې څرګندونې په کلکه ردوي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار د امنيت د ټينګښت په موخه يې کمربندي پوستې جوړې کړې دي.

هغه وايي: ((پخوا به جنګونه په ښار کې کېدل خو اوس دغه جګړې ولسواليو ته رسېدلې دي.))

قوماندان زياتوي چې د روان کال په جريان کې افغان ځواکونو درې ولسوالۍ ده يک، خواجه عمري او جغتو هم بېرته له طالبانو نيولې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په جاغوري، مالستان، ناهور او خواجه عمري ولسواليو کې امنيتي وضعيت ډېر ښه دى خو قره باغ، ګيلان، مقر او اب بند ولسوالۍ بيا له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

خو د غزني اوسېدونکي بيا د قوماندان له څرګندونو سره موافق نه دي.

په غزني ښار کې مدني فعال رحمت الله مرجانخېل پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د شپې له مخې وسله وال طالبان په غزني ښار کې بريدونه کوي.

هغه وايي چې د غزني په مربوطاتو کې د کابل- کندهار او غزني- پکتيکا لويې لارې له کلونو راهيسې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي او مسافرين پرې تګ راتګ نه شي کولاى.

ده زياته کړه: ((د غزني ډېرې ولسوالۍ په همدې لارو پرتې دي، امنيت يې ډېر خراب دى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اندړ، زنخان، ګيرو، ده يک، واغظ، خوږياڼي، اب بند، قره باغ، مقر،ګيلان او رشيدان هغه ولسوالۍ دي چې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي او څوک ورته په اسانه تګ راتګ نه شي کولاى.

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي رحيم الله هم پژواک ته وويل چې په ښار او ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه نه دى.

هغه وايي چې د نا امنۍ له امله د زنخان، ګيرو، اجرستان، رشيدان او اندړو ولسواليو مرکزونه له خپلو اصلي ځايونو څخه نورو سيمو ته انتقال شوي دي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

همدارنګه د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي چې په دې وروستيو کې د نورو نا امنيو ترڅنګ د ترور پېښې هم ډېرې شوې دي.

هغه وايي: ((هر وخت زموږ مشران، سرتېري او نور کسان وژل کېږي خو مخه يې نه نيول کېږي، حکومتي مسوولين بايد د ترور مخه ونيسي.))

خو د غزني امنيه قوماندان خالد وردګ بيا وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه اووه کسان ترور شوي چې ډېرى يې د شخصي دښمنۍ له امله وو.

هغه وايي چې پوليسو تر اوسه پنځه کسان د ترور په تور نيولي او د نورو د نيولو هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته ويلي وو چې د روان کال له پيله په دغه ولايت کې ١٥ کسان ترور شوي او په تړاو يې تر شلو ډېر کسان نيول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه