Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ د عامې روغتيا پر رياست رامنځته شوې شخړه هواره شوه

مزارشريف (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۸): له شاوخوا يو کال ناندريو او جنجالونو وروسته ډاکټر خليل حکمتي د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه وګومارل شو.

نوموړی د روان لمريز کال په لومړيو کې د عامې روغتيا وزارت له خوا د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه وټاکل شو؛ خو پخواني رييس ميرويس ربېع يې مخالفت وکړ.

بيا حکمتي ننګرهار ته د خدمتي رييس په توګه واستول شو چې څو مياشتې يې هلته دنده ترسره کړه او بالاخره نن د مرغومي په ۱۶مه، د بلخ ولايت مقام له خوا د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه وټاکل شو.

د بلخ ولايت مقام مرستيال شجاع الدين شجاع پژواک ته وويل، چې د بلخ د عامې روغتيا رياست پر سر د ناندريو پای ښه زېری دی.

نوموړي د بلخ ملکي روغتون له ډاکټرانو څخه غوښتنه وکړه، چې له نوي رييس سره په چارو کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، چې وروستيو مياشتو کې بلخ کې روغتيايي خدمات ناوړه حالت کې وو او د وضعيت د بدلون لپاره بايد ګډ کار وشي.

شجاع له نوي ټاکل شوي رييس څخه غوښتنه وکړه، چې د بلخ روغتيا برخه کې د اصلاحاتو لپاره جدي هڅې وکړي او ډاډ يې ورکړ چې ولايت مقام يې تر شا ولاړ دی.

د هغه په وينا، د بلخ عامې روغتيا رياست لپاره د حکومت له خوا کلنۍ ځانګړې شوې بوديجه د يو شمېر نورو لومړۍ درجه ولايتونو په پرتله کمه ده او غوښتنه يې وکړه، چې د بوديجې د سقف برابرېدو لپاره دې کوښښ وشي.

د بلخ د عامې روغتيا رييس خليل حکمتي وويل، چې د شفافې پروسې له لارې د ازموينې له ورکړې وروسته د بلخ عامې روغتيا رياست ته بريالی شوی دی.

هغه ونه غوښتل چې په تېرو جنجالونو  وغږېږي؛ خو په خپلو لنډو خبرو کې يې وويل چې د بلخ د روغتيايي چارو برخه کې د مثبت بدلون لپاره تعهد لري.

په ورته مهال د بلخ د عامې روغتيا پخواني رييس ميرويس ربېع چې پخوا يې د نوی رييس له ټاکل کېدو سره  مخالفت کاوه، هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

نوموړي وويل، چې دغه موضوع د بلخ ولايت مقام پورې تړلې وه او زياته يې کړه، چې د نوي رييس ټاکل کېدو لپاره يې ځيني شرايط درلودل چې په وينا يي منل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.