ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

په کونړ کې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

author avatar
6 Jan 2020 - 17:56
په کونړ کې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
author avatar
6 Jan 2020 - 17:56

اسعداباد (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٨): په کونړ کې د جګړې له امله له بې ځايه شويو سلګونو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کونړ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس عبدالرشيد ساپي وويل چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د جګړو له امله ٤٧٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

هغه وويل چې نن د همدغو بې ځايه شويو له درې سوه کورنيو سره د ٤،٥ ميليونه افغانيو نغدي مرسته وشوه.

د نوموړي په وينا، دغه مرستې د سرکاڼو، ناړۍ او مرورې ولسواليو له بې ځايه شويو کورنيو سره ترسره شوې او پام کې ده چې له نورو سره هم ترسره شي.

د سرکاڼو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي رحيم الله وويل چې په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او نورو توکو مرستې هم بايد ورسره وشي.

د يادونې ده چې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه زرګونه کورنۍ د جګړې له امله نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي او دا مهال په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي او جدي مرستو ته اړتيا لري.

خو حکومتي مسوولين وايي چې په وار وار له ټولو بې ځايه شويو کورنيو سره د خوارکي او نورو توکو مرستې ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.