پل علم (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د پژواک موندنې ښيى چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د لوګر د امنيې قوماندانۍ د موټرو د تم ځاى عوايد چې نږدې پنځه ميليونه افغانۍ کېږي، د دولتي بودجي پر ځاى شخصي جېبونو ته تللي دي.
له تېرو پنځو کلونو راهيسې د لوګر په مرکز پل علم کې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه پر دولتي ځمکه د موټرو تم ځاى جوړ شوى دى.
په دغه تم ځاى کې هره ورځ شاوخوا سل موټر او موټرسايکلونه او څه باندې پنځوس بايسکلونه درول کېږي چې له هر موټر څخه ٣٠ افغانۍ، له موټرسايکل څخه ٢٠ افغانۍ او له بايسکل څخه لس افغانۍ اخيستل کېږي.
که فرض کړو چې هره ورځ په دغه تم ځاى کې ٤٠ موټر، ٦٠ موټرسايکل او پنځوس بايسکل ودرول شي، نو ورځنى عوايد يې ٢٧٠٠ افغانۍ، مياشتنۍ يې ٨١٠٠٠ او کلنى عوايد يې ٩٧٢٠٠٠ کېږي.
د همدې فرضيې پر اساس په تېرو پنځو کلونو کې له دغه تم ځاى څخه ٤٨٦٠٠٠٠ افغانۍ عوايد ترلاسه شوي چې د دولتي بودجي پر ځاى شخصي جېبونو ته تللي دي.
په دې اړه د پل علم ښاروال نصيراحمد لليزي د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ښاروالي د پل علم په کچه دوه د موټرو تم ځايونه لري چې عوايد يې مستقيم د دولت بودجي ته ورځي.
خو دى وايي: ((امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د ښاروالۍ په ځمکه پر خپل سر پارکينګ جوړ شوى چې عوايد يې نه د ښاروالۍ او نه هم د دولت بودجي ته ورځي.))
هغه د چا نوم له اخيستو پرته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه تم ځاى عوايد د امنيې قوماندانۍ د دوو افسرانو جېبونو ته ورځي.
د ښاروال په وينا، دغه موضوع يې څو ځلې د امنيې قوماندانۍ له چارواکو سره شريکه کړې خو قانع کوونکى ځواب يې نه دى ترلاسه کړى.
لليزي زياتوي: ((دا ډول کارونه غير قانوني او ملي خيانت دى.))
ده وويل چې د ښار په منځ کې د موټرو د تم ځاى جوړولو صلاحيت يواځې له ښاروالۍ سره دى خو هغه هم بايد له لايحې سره سم وي.
د موټرو دغه تم ځاى د امنيې قوماندانۍ مخې ته په يوه هواره ځمکه کې جوړ شوى چې د اغزن سیم په وسيله احاطه شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP