منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر امنیې قوماندانۍ ته څېرمه پر دولتي ځمکه د جوړ پارکینګ عواید شخصي جېبونو ته ځي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۲ کتنې

پل علم (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د پژواک موندنې ښيى چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د لوګر د امنيې قوماندانۍ د موټرو د تم ځاى عوايد چې نږدې پنځه ميليونه افغانۍ کېږي، د دولتي بودجي پر ځاى شخصي جېبونو ته تللي دي.

له تېرو پنځو کلونو راهيسې د لوګر په مرکز پل علم کې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه پر دولتي ځمکه د موټرو تم ځاى جوړ شوى دى.

په دغه تم ځاى کې هره ورځ شاوخوا سل موټر او موټرسايکلونه او څه باندې پنځوس بايسکلونه درول کېږي چې له هر موټر څخه ٣٠ افغانۍ، له موټرسايکل څخه ٢٠ افغانۍ او له بايسکل څخه لس افغانۍ اخيستل کېږي.

که فرض کړو چې هره ورځ په دغه تم ځاى کې ٤٠ موټر، ٦٠ موټرسايکل او پنځوس بايسکل ودرول شي، نو ورځنى عوايد يې ٢٧٠٠ افغانۍ، مياشتنۍ يې ٨١٠٠٠ او کلنى عوايد يې ٩٧٢٠٠٠ کېږي.

د همدې فرضيې پر اساس په تېرو پنځو کلونو کې له دغه تم ځاى څخه ٤٨٦٠٠٠٠ افغانۍ عوايد ترلاسه شوي چې د دولتي بودجي پر ځاى شخصي جېبونو ته تللي دي.

په دې اړه د پل علم ښاروال نصيراحمد لليزي د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  ښاروالي د پل علم په کچه دوه د موټرو تم ځايونه لري چې عوايد يې مستقيم د دولت بودجي ته ورځي.

خو دى وايي: ((امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د ښاروالۍ په ځمکه پر خپل سر پارکينګ جوړ شوى چې عوايد يې نه د ښاروالۍ او نه هم د دولت بودجي ته ورځي.))

هغه د چا نوم له اخيستو پرته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه تم ځاى عوايد د امنيې قوماندانۍ د دوو افسرانو جېبونو ته ورځي.

د ښاروال په وينا، دغه موضوع يې څو ځلې د امنيې قوماندانۍ له چارواکو سره شريکه کړې خو قانع کوونکى ځواب يې نه دى ترلاسه کړى.

لليزي زياتوي: ((دا ډول کارونه غير قانوني او ملي خيانت دى.))

ده وويل چې د ښار په منځ کې د موټرو د تم ځاى جوړولو صلاحيت يواځې له ښاروالۍ سره دى خو هغه هم بايد له لايحې سره سم وي.

د موټرو دغه تم ځاى د امنيې قوماندانۍ مخې ته په يوه هواره ځمکه کې جوړ شوى چې د اغزن سیم په وسيله احاطه شوى دى.

دغه تم ځاى د موټرو د ننوتلو لپاره يو دروازه لري، دروازې ته څېرمه يوه غرفه ده او په دې عرفه کې د عاشق الله په نوم يو کس ناست دى.

کله چې دغه تم ځاى ته موټر داخلېږي نو له عاشق الله څخه يو کارت ترلاسه کوي چې پرې ليکل شوي دي: ((د امنيې قوماندانۍ د مراجعينو پارکينګ، بیه ٣٠ افغانۍ.))

له دغه تم ځاى څخه د بېرته وتلو په وخت کې د موټر مالک اړ دى چې له ياد کارت سره يوځاى ٣٠ افغانۍ عاشق الله ته وسپاري.

عاشق الله پژواک ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په دغه ځاى کې کار کوي او د مياشتې اته زره افغانۍ تنخوا اخلي.

ده وويل: ((هره ورځ دلته له سلو نه ډېر موټر، موټرسايکل او بايسکل راځي، له موټر څخه ٣٠، له موټرسايکل څخه ٢٠ او له بايسکېل څخه لس افغانۍ اخلم.))

د نوموړي په وينا، د موټرو د تم ځاى عوايد په امنيې قوماندانۍ کې يو کس ته سپاري خو نور يې په اړه معلومات نه لري.

دغه راز د پل ښار اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل: ((موږ له دغه پارکينګ نه خوښ يو، زه چې کله امنيې قوماندانۍ ته ورځم، ٣٠ افغانۍ ورکوم څو چې بېرته راځم موټر راته ساتي.))

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر امنيه قوماندان جنرال رحم خدا مخلص پژواک ته وويل چې له تېرو پنځو راهيسې دغه تم ځاى جوړ شوى خو ده تر اوسه معلومات نه درلودل چې عوايد يې ښاروالۍ ته ورځي او که نه.

ده زياته کړه: ((پنځه کاله کېږي، دغه پارکينګ جوړ شوى، يوه افغانۍ يې هم تر اوسه حکومت نه ده سپارلې ټول شخصي جېب ته تللې دي.))

قوماندان زياتوي چې له وړمې ورځې راهيسې پر دې موضوع خبر شوى او له هماغې شېبې يې دغه تم ځاى تړلى دى.

مخلص وايي، په دې اړه جدي پلټنې کوي او پايلې يې وروسته له رسنيو سره شريکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پل علم کې د ښاروالۍ د موټروو يو تم ځاى يو سوداګر ته په کرايه ورکړل شوى خو دغه سوداګر اوس په دغه تم ځاى کې د وړو د مندوي د جوړلو چارې پيل کړي چې له امله يې د پل علم اوسيدونکي انديښمن دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد