Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

​پکتیا کې هم د ملي اردو چورلکه لوېدلي، د امنیې قوماندان په ګډون لس کسان په کې ټپیان دي

ګردېز (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨): د پکتيا په تندر قول اردو کې د ملي اردو د يوې چورلکي د لوېدو په پېښه کې د پکتيکا د امنيې قوماندان په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند شاه محمد ارين د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د پکتيا په مرکز ګردېز کې په تندر قول اردو کې دننه د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره شوې ده.

هغه وايي: ((زه خپله هم په دې چورلکه کې وم، لس نور سرتيري هم و، زه هم ټپي شوى يم، خو زموږ امنيه قوماندان په دغه چورلکه کې نه و.))

خو د پکتيا د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د پکتيکا د امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.

خو بل لور ته د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په پکتيا کې د ملي اردو کومه چورلکه نه ده نسکوره شوې.

د يادونې ده، نن سهار د ملي اردو يوه بله چورلکه په فراه ولايت کې نسکوره شوې چې دوه پيلوټان په کې وژل شوي دي.​

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.