ګردېز (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨): د پکتيا په تندر قول اردو کې د ملي اردو د يوې چورلکي د لوېدو په پېښه کې د پکتيکا د امنيې قوماندان په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د والي وياند شاه محمد ارين د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د پکتيا په مرکز ګردېز کې په تندر قول اردو کې دننه د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره شوې ده.
هغه وايي: ((زه خپله هم په دې چورلکه کې وم، لس نور سرتيري هم و، زه هم ټپي شوى يم، خو زموږ امنيه قوماندان په دغه چورلکه کې نه و.))
خو د پکتيا د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د پکتيکا د امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.
خو بل لور ته د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په پکتيا کې د ملي اردو کومه چورلکه نه ده نسکوره شوې.
د يادونې ده، نن سهار د ملي اردو يوه بله چورلکه په فراه ولايت کې نسکوره شوې چې دوه پيلوټان په کې وژل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










