Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا ولايتي شورا اوس مهال ښځينه غړي نه لري

ښرنه (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): د پکتيکا ولايتي شورا يوې غړې په تحصيلي اسنادو کې د جعل له امله او بلې ولسي جرګې ته د نوماندېدو په ترڅ خپل غړيتوب له لاسه ورکړى دى.

د پکتيکا ولايتي شورا په ټوليزه توګه نهه غړي لري چې دوه يې ښځې او پاتې نور يې نارينه دي.

د دې شورا غړې حنيفې کټوازۍ د دوولسم ټولګي په اسنادو کې د جعل په تور او بلې غړې دينا صاحبزۍ ولسي جرګې ته د نوماندېدو په ترڅ کې خپل غړيتوب له لاسه ورکړى دى.

د ټاکنو کمېسيون د طرزالعمل له مخې، هر هغه څوک چې ځان د ولسي جرګې او يا هم نورو پوستونو ته کانديدوي، بايد له مخکنۍ دندې استعفا ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال يعقوب خان منظور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ولايتي شورا غړې حنيفې کتوازې د دولسم ټولګي په اسنادو کې د ستونزو له امله په شورا کې خپل غړيتوب له لاسه ورکړى دى.

هغه وايي: ((په دغه ولايت کې د ښځو د تعليم کچه ټېټه ده نو ځکه يې په اسنادو کې هم ستونزې پيدا کيږي.))

ده وويل، دا مهال د پکتيکا ولايتي شورا ښځينه غړي نه لري چې له امله د شورا په غونډو کې د ښځو اړوندې ستونزې هم نه مطرح کېږي.

دغه راز د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بې بي حوا خوشيوال هم تاييد کړه چې د دغه ولايت ولايتي شورا ښځينه غړې نه لري.

هغې وويل: ((پخوا ښه و، دغو ښځو له موږ سره ډېره همکاري کوله، د ښځو د حقونو لپاره پوره مبارزه کوله خو اوس ولايتي شورا هېڅ ښځينه غړي نه لري.))

دې غوښتنه وکړه چې له اصولو سره سم بايد ولايتي شورا ته نوي ښځينه غړې معرفي شي.

د اصولو له مخې، کله چې د ولايتي شورا کوم غړى استعفا ورکړي، مړ شي او يا هم په صعب العلاجه ناروغې اخته شي نو پر ځاى یې هغه کس شورا ته د غړي په توګه معرفي کيږي چې په ټاکنو کې يې تر نورو ډېرې رايې ترلاسه کړي وي.

د اړوندې موضوع په اړه حنيفې کټوازۍ پژواک ته وويل چې د سليقوي چلند له مخې له ولايتي شورا څخه ايستل شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.