مزارشريف (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): د بلخ ولايت مقام وايي چې ډېر ژر به په نا امنو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل شي.
د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د مرغومي په ۲۳مه په مزارشريف کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې دغه عمليات به د هغو ګواښونو د له منځه وړو په موخه پيل شي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.
هغه زياته کړه چې په همدې تړاو درې ورځې وړاندې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت مسوولينو او لوړ پوړو افغان چارواکو مزارشريف کې د امنيتي ګواښونو د ارزونې او عملياتو پيل کېدو په موخه ګډه ناسته وکړه.
فرهاد وايي چې د تازه پيل کېدونکو عملياتو په لړ کې به د مزار- شبرغان او مزار- سمنګان لويو لارو په اوږدو کې پراته امنيتي ګواښونه له مخې پورته شي او همدا راز به هغه سيمې هم د طالبان له کنټروله و ايستل شي چې دمګړۍ د يادې ډلې په ولکه کې دي.
منير فرهاد همدا راز وويل چې تېره يوه اوونۍ کې ملي امنيت په مزارشريف ښار کې د طالبانو څلور مهم غړی نيولي دي.
نوموړي هغه ويډيوګانې هم خبريالانو ته وښودلې چې په کې نيول شوي کسان پر خپلو جرمونو اعتراف کوي.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول زياته کړه چې د نيول شوو څلورو کسانو په ډله کې يو ماين خښوونکی هم دی چې څو ورځې وړاندې يې د مزارشريف ښار په لسمه ناحيه کې د ايښودل شوي ماين په وسيله يو ملکي تن وژلی وو او درې يې ټپيان کړي وو.
هغه زياتوي چې د دغه کس په نيولو سره په مزارشریف ښار کې د درېوو خونړيو پېښو مخه ونيول شوه.
د فرهاد په وينا، په نيول شوو کې يو کس د طالبانو د عشر او زکات کمېسيون غړی هم شته او همدا راز دوه تنه طالب منسوبين هم د نيول شوو کسانو په ډله کې دي.
د بلخ ولايټ مقام مطبوعاتي مسوول په خبره، په تېرو پنځو ورځو کې د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو پر ضد د عملياتو پر مهال ۶۸ طالب جنګيالي وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي.
فرهاد وويل چې دغه عمليات په کشندې، زارې، شولګر، چمتال، بلخ او چهاربولک ولسواليو کې روان دي.
نوموړی زياتوي چې د همدې عملياتو په لړ کې ۲۰ کړۍ ځای پر ځای شوي ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP