پلخمري (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): په بغلان ولايت کې د ولسمشر د يوه سلاکار د وراره په ګډون درې ملکي وګړي د طالبانو له خوا له خوشي کېدو وروسته د ماين په چاودنه کې وژل شوي.
دغه کسان د ميدان وردګو ولايت اصلي اوسېدونکي وو، غوښتل يې چې بلخ ولايت ته سفر وکړي، خو د بغلان د چشمه شير په خواجه الوان سيمه کې طالبانو له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.
په دې اړه د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي کسان اجمل، الله محمد او پښتون نومېږي.
د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د ولسمشر د سلاکار محمد موسى هوتک وراره هم شامل دى.
هغه وايي: ((دغه کسان طالبانو بيولي وو، د سپين ږيرو په منځګړتوب راخوشي شول خو د لارې په اوږدو کې یې پر موټر ماين چاودنه کړې او درې واړه په کې وژل شوي دي.))
دغه راز د چشمه شير سيمې يوه قومي مشر هوتک پژواک ته وويل چې دغه کسان طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور بيولي وو.
هغه وايي: ((پرون موږ د دغو کسانو جسدونه ترلاسه کړل چې ماين پرې چاودلى و او ميدان وردګ ولايت ته مو واستول.))
د بغلان امنيتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
بل لور ته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP