منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ماین چاودنې د ولسمشر د یوه سلاکار د وراره په ګډون درې ملکي وګړي وژلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

پلخمري (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): په بغلان ولايت کې د ولسمشر د يوه سلاکار د وراره په ګډون درې ملکي وګړي د طالبانو له خوا له خوشي کېدو وروسته د ماين په چاودنه کې وژل شوي.

دغه کسان د ميدان وردګو ولايت اصلي اوسېدونکي وو، غوښتل يې چې بلخ ولايت ته سفر وکړي، خو د بغلان د چشمه شير په خواجه الوان سيمه کې طالبانو له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.

په دې اړه د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي کسان اجمل، الله محمد او پښتون نومېږي.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د ولسمشر د سلاکار محمد موسى هوتک وراره هم شامل دى.

هغه وايي: ((دغه کسان طالبانو  بيولي وو، د سپين ږيرو په منځګړتوب راخوشي شول خو د لارې په اوږدو کې یې پر موټر ماين چاودنه کړې او درې واړه په کې وژل شوي دي.))

دغه راز د چشمه شير سيمې يوه قومي مشر هوتک پژواک ته وويل چې دغه کسان طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور بيولي وو.

هغه وايي: ((پرون موږ د دغو کسانو جسدونه ترلاسه کړل چې ماين پرې چاودلى و او ميدان وردګ ولايت ته مو واستول.))

د بغلان امنيتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بل لور ته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه