کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): ولسمشرغني د سلګونو پوليسو د فراغت په غونډه کې د ځواک پر قانونی کارونې او د پوليسو په چارو کې د لاسوهنو پر مخنيوي ټينګار وکړ، وایي چې نور هېڅ «غل او قاچاقبر» پوليس نه شي ګواښلی.
نن په کابل کې د ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی د ملي پوليسو اکاډمۍ د يوولسمې دورې له پنځو پوهنځيو، (جنايي، امني، سرحدي، لوجستيک او ترافيک) څخه ۴۵۵ تنه فارغ او ولسمشر پنځو غوره فارغ شويو کسانو ته د غازي مير بچه خان مډالونه ورکړل.
ولسمشر محمد اشرف غني د فراغت په نننۍ جوړه شوې غونډه کې وويل چې افغانستان مسلکي او پوه پوليسو ته اړتيا لري، تر څو په هېواد کې قانون په ښه ډول پلی کړی.
هغه وويل:"پولیس د هېڅ افغان د وژلو حق نه لري، د اعدام حکم محکمه کوي؛ د قوې کارول بايد سنجيده وي."
غني، پوليس په ټولنه کې د قانون د حاکميت ممثلين وبلل او زیاته یې کړه:" په تېرو ۱۸ کلونو کې پوليس جګړو ته سوق کړی شوي وو، دوی بايد دوباره خپلو اصلي دندو ته چې د قانون د حاکميت پلي کول دي، راوګرځول شي."
ولسمشر د کورنيو چارو پر وزير غږ وکړ، ویې ویل:" په کورنيو چارو وزارت کې بايد بهرنۍ لاسوهنې صفر ته ورسېږي، په دې برخه کې زما بشپړ ملاتړ درسره دی."
هغه فارغو شويو پوليسو ته په خطاب کې وويل چې د افغان پوليسو ستر ملاتړی دی، د افغانستان په قانون کې هېڅ نامسووله وسله وال ځای نه لري او تردې وروسته هېڅ غل او قاچاقبر پوليس نه شي ګواښلی.
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د پولیسو چاپېریال باید له هر ډول فساد او تبعیض پاک وي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي وويل چې د پوليسو اکاډمۍ په روزنيز نصاب کې اړين بدلونونه راوستل شوي او دا لړۍ دوام لري.
هغه وويل چې یاد فارغ شوي کسان د کابل ښار په دوو امنيتي حوزو او يوې ولسوالۍ کې پر دندو ګومارل شوي
او د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر به د کابل ښار په امنيتي حوزو کې اړين اصلاحات راولي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې د جنایي جرمونو له ډېروالي شکایتونه ډېر شوي دي.
اندرابي وایي د جرمونو د کموالي په موخه دوې نوې تګلارې چې يوه يې «له جرمونو سره د مبارزې تګلاره» او بله يې «د امنيتي حوزو کاري تګلاره» ده، جوړې او د پلي کېدو په حال کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن