Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): په سوېل ختيځ کې د احصايې ادارې مسوولين وايي چې پکتيا ته لا هم د ۱۳۵۴ لمريز کال د نفوسو د عمومي سروې پر اساس امکانات ورکول کېږي چې خورا کم دي.

د يادې ادارې د زون رييس اصغر صديقيار د مرغومي په ٢٣مه له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، اداره يې له بېلابېلو دولتي مراجعو د مختلفو بشري مسايلو په اړه د مشخصو فورمونو له لارې د معلوماتو او شمېرو راټولولو، د تابعيت تذکرو د وېش او د نوو زېږونونو، وفياتو او راستنېدونکو کډوالو د ثبت چارې ترسره کوي.

صديقيار د پروژو پلې کولو او بشري خدمتونو وړاندې کولو لپاره د نفوس د کره شمېر شتون اساس بولي او وايي چې شاوخوا درې کاله وړاندې د USAID په مرسته په پکتيا کې سرشمېرنه پیل شوې وه، خو د امنيتي ستونزو له امله ترسره نه شوه.

نوموړي زياته کړه: ((په ټوله کې د پکتيا د نفوس مسئله ډېره مهمه ده، اوس مهال دا شمېره کره نه ده. موږ د ۱۳۵۴ کال سروې ته هر کال ۲ اعشاريه څو فيصده ور زياتوو او تخميني يې اټکل کوو، خو په اصل کې د پکتيا د نفوس شمېر له شته رسمي شمېرو ډېر زيات دی. که د نفوس کره شمېر ترلاسه شي، شته ډېرې ستونزې به حل شي.))

اصغر صديقيار وايي، پکتيا ته اوس مهال د تېرو څو لسيزو پخوانۍ سروې پر اساس ورکول کېدونکي امکانات خورا کم دي چې د هرو لس زره کسانو لپاره د درې ډاکترانو شتون يې يوه بېلګه يادوي.

صديق يار زياته کړه، د کورنۍ او عايد په نوم سروې پيل شوې چې په يو کال کې به بشپړه او د پکتيا د اوسېدونکو د فقر او بې روزګارۍ او د ژوند عمومي وضعيت به ورسره مشخص شي.

دی وايي: ((واقعيت دا دی چې اوس مهال کوم خدمتونه وړاندې کېږي، هېڅ قناعت بخش او کافي نه دي. کله چې نفوس زيات شي، بايد اجتماعي، اقتصادي، فرهنګي او نور ټول بشري خدمتونه هم زيات شي، خو فعلاً د پخواني شمېر پر اساس خدمات وړاندې کېږي.))

د پکتيا ولایتي شورا هم دا مسئله جدي بولي او خواشينی څرګندوي چې په تېرو شاوخوا دوه لسيزو کې په پکتيا کې د پام وړ پرمختيايي او پراختيايي کارونه ندي شوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.