منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“پکتيا ته لا هم د نفوسو د ۴۴ کاله پخوانۍ سروې له مخي امکانات ورکول کيږي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

ګردېز (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): په سوېل ختيځ کې د احصايې ادارې مسوولين وايي چې پکتيا ته لا هم د ۱۳۵۴ لمريز کال د نفوسو د عمومي سروې پر اساس امکانات ورکول کېږي چې خورا کم دي.

د يادې ادارې د زون رييس اصغر صديقيار د مرغومي په ٢٣مه له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، اداره يې له بېلابېلو دولتي مراجعو د مختلفو بشري مسايلو په اړه د مشخصو فورمونو له لارې د معلوماتو او شمېرو راټولولو، د تابعيت تذکرو د وېش او د نوو زېږونونو، وفياتو او راستنېدونکو کډوالو د ثبت چارې ترسره کوي.

صديقيار د پروژو پلې کولو او بشري خدمتونو وړاندې کولو لپاره د نفوس د کره شمېر شتون اساس بولي او وايي چې شاوخوا درې کاله وړاندې د USAID په مرسته په پکتيا کې سرشمېرنه پیل شوې وه، خو د امنيتي ستونزو له امله ترسره نه شوه.

نوموړي زياته کړه: ((په ټوله کې د پکتيا د نفوس مسئله ډېره مهمه ده، اوس مهال دا شمېره کره نه ده. موږ د ۱۳۵۴ کال سروې ته هر کال ۲ اعشاريه څو فيصده ور زياتوو او تخميني يې اټکل کوو، خو په اصل کې د پکتيا د نفوس شمېر له شته رسمي شمېرو ډېر زيات دی. که د نفوس کره شمېر ترلاسه شي، شته ډېرې ستونزې به حل شي.))

اصغر صديقيار وايي، پکتيا ته اوس مهال د تېرو څو لسيزو پخوانۍ سروې پر اساس ورکول کېدونکي امکانات خورا کم دي چې د هرو لس زره کسانو لپاره د درې ډاکترانو شتون يې يوه بېلګه يادوي.

صديق يار زياته کړه، د کورنۍ او عايد په نوم سروې پيل شوې چې په يو کال کې به بشپړه او د پکتيا د اوسېدونکو د فقر او بې روزګارۍ او د ژوند عمومي وضعيت به ورسره مشخص شي.

دی وايي: ((واقعيت دا دی چې اوس مهال کوم خدمتونه وړاندې کېږي، هېڅ قناعت بخش او کافي نه دي. کله چې نفوس زيات شي، بايد اجتماعي، اقتصادي، فرهنګي او نور ټول بشري خدمتونه هم زيات شي، خو فعلاً د پخواني شمېر پر اساس خدمات وړاندې کېږي.))

د پکتيا ولایتي شورا هم دا مسئله جدي بولي او خواشينی څرګندوي چې په تېرو شاوخوا دوه لسيزو کې په پکتيا کې د پام وړ پرمختيايي او پراختيايي کارونه ندي شوي.

د يادې شورا رييس عبدالمالک ځاځي پژواک ته وويل چې لا هم د پکتيا په ولسواليو کې د روغتيا او پوهنې په برخه کې زياتې ستونزې شته او په ځينو سيمو کې هېڅ مخابراتي خدمتونه نشته.

ځاځي وويل: ((که د نورو زونونو مرکزونو ته وګورو او بيا پکتيا ته وګورئ، پوهېږئ چې دلته هېڅ کار ندی شوی. حتی ډېر عادي ولايتونه له موږ نه په ډېرو برخو کې پرمختللي دي. که په يو کور کې لس کسان وي او ته هغه د پنځه کسانو اوبه، ډوډۍ، کالي او نور شيان ورکوې، نو معلومه ده چې ټولو ته نه رسيږي او نيم به محروم پاتې شي.))

مدني فعال احسان خان له دولت څخه غواړي چې دا مسئله جدي ونيسي او هر څه ژر په پکتيا کې سرشمېرنه پيل کړي.

خان زياته کړه: ((موږ چې وايو له پکتيا سره دوه ګونی چلند شوی او کېږي، دا يې بل لوی او ښه ثبوت دی. چارواکو او خپله ولسمشر هم دا خبره منلې چې پکتيا ته په هېڅ برخه کې د بسنې تر حده کار نه دی شوی.))

پکتيا د سوېل ختيځ زون مرکز دی چې ولسمشر محمد اشرف غني ګردېز ته په خپل وروستي کاري سفر کې دغه ولايت ته د تېر حکومت او د خپل حکومت د وزارتونه پر نه پاملرنې نيوکه وکړه او ويې ويل چې پکتيا ته به د اقتصادي زون د مرکزيت حيثيت هم ورکړي، خو تر دې دمه د يادې چارې عملي څرک نشته دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه