Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیا زندان د مدیر په ګډون ۱۲ کسان د بندیانو د تېښتې په تړاو نیول شوي

ګردېز (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨): د پکتیا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت له مرکزي زندانه د يو شمېر زندانيانو د تېښتې له امله د زندان د مدیر په ګډون  ١٢ کسان نیول شوي دي.

وړمه شپه د پکتيا له مرکزي زندانه اووه زندانيان په تېښته بريالي شول چې طالبان هم په کې شامل وو.

خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو کسانو د تېښتې له امله د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو مدیریت د زندان د مدیر سمونمل اجمل په ګډون ١٢ کسان نیولي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

حسرت وویل چې دغه ١٢ کارکوونکي د ټاکل شوي پلاوي له څېړنو وروسته نیول شوي دي.

د پکتيا ولایتي ادارې اعلان وکړ چې د دې پېښې د څېړنې لپاره یې پلاوی ټاکلی دی.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې تښتېدلې ټول اووه بندیان د دوی کسان دي.

نوموړی د يادو کسانو نومونه بسم الله، رازمحمد، اسماعيل، سعدالدين، عبدالحکيم، شېر بهادر او حضرت الله يادوي او زياتوي چې ياد کسان يې خوندي ځای ته رسولي دي.

د سوېل ختيځ زون په دغه مرکزي زندان کې شاوخوا ۶۰۰ بنديان ساتل کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.