ګردېز (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨): د پکتیا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت له مرکزي زندانه د يو شمېر زندانيانو د تېښتې له امله د زندان د مدیر په ګډون ١٢ کسان نیول شوي دي.
وړمه شپه د پکتيا له مرکزي زندانه اووه زندانيان په تېښته بريالي شول چې طالبان هم په کې شامل وو.
خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو کسانو د تېښتې له امله د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو مدیریت د زندان د مدیر سمونمل اجمل په ګډون ١٢ کسان نیولي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
حسرت وویل چې دغه ١٢ کارکوونکي د ټاکل شوي پلاوي له څېړنو وروسته نیول شوي دي.
د پکتيا ولایتي ادارې اعلان وکړ چې د دې پېښې د څېړنې لپاره یې پلاوی ټاکلی دی.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې تښتېدلې ټول اووه بندیان د دوی کسان دي.
نوموړی د يادو کسانو نومونه بسم الله، رازمحمد، اسماعيل، سعدالدين، عبدالحکيم، شېر بهادر او حضرت الله يادوي او زياتوي چې ياد کسان يې خوندي ځای ته رسولي دي.
د سوېل ختيځ زون په دغه مرکزي زندان کې شاوخوا ۶۰۰ بنديان ساتل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن