ترينکوټ (پژواک، ۸ سلواغه ۹۸): د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار اړوند په نچین سیمه کې تېره شپه جګړه کې اووه پولیس وژل شوي دي.
د سیمې یوه ځایي اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د سلواغې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړه ماخوستن څه باندې لس بجې پيل شوه او څو ساعته يې دوام درلود.
سرچینه وایي، په نښته کې د امنيتي پوستې د قوماندان په ګډون اووه پوليس وژل شوي دي.
دغه راز يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته د پولیسو په یاد شمېر وژل او د ځینو نورو ټپي کېدل تاييد کړل.
سرچينې زياته کړه، په وژل شوو کې د عبیدالله په نوم د پوليسو قوماندان هم شامل دی.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ سرپرست سمونوال سردارمحمد حیا پژواک ته پېښه مني او په کې د مرګ ژوبلې اوښتو خبر هم تاییدوي، خو دقیقه شمېره يې نه وايي.
د هغه په وينا، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان ملکي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وایي، تېره شپه دوی ته څلور پولیس چې ټپيان وو، ور وړل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د تېرې شپې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن