پلخمري (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): د بغلان په مرکز پلخمري کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د يوه قوماندان په ګډون ١١ پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
په مرکز پلخمري کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز پلخمري د درېيمې حوزې پر مرکزي پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د حوزې د امر فريد اندرابي په ګډون ١١ پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((طالبانو اول د يادې پوستې څلور خواته لارې تړلې وې ترڅو مرسته ورته ونه رسيږي او همداسې هم وشول.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده جګړه کې طالبانو د يادې پوستې دوه ټانګونه هم سوځولي دي.
دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب پژواک ته وويل چې د جګړې له ځايه اووه جسدونه او دوه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه وايي چې وژل شوي کسان ټول پوليس دي او د دواړو ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک دى.
د يادې پېښې په اړه د بغلان امنيتي چارواکي له څه ويلو ډډه کوي.
بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يوځل بيا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې مرګ ژوبله هم لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP