Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پامير قول اردو: د بغلان  ګذرګاه نور ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونيول شوه

پلخمري (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٨): د پامير قول اردو چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نيولې ده.

شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د يوه ډله ييز بريد په ترڅ کې د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ ونيوله.

خو په شمال زون کې د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي جمال د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو له څو مياشتو وروسته د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ  نن بېرته نيولې ده.

جمال زياتوي چې په دغه جګره کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.