Language

په فراه کې د مخابراتي شبکو فعالیت درېدو خلک اندېښمن کړي

فراه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د فراه اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې له پنځو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکو فعالیت په ټپه درېدلی او دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په دې ولایت کې خصوصي شبکې لکه افغان بیسیم، روشن، اتصالات، ام ټي ان او همداراز دولتي شبکه سلام فعالیت کوي.

خو د فراه د مرکز اوسېدونکي امین الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې له پنځو میاشتو راهیسې خصوصي مخابراتي شبکو د دولت د مخالفینو په لارښوونه په یاد ولایت کې خپل فعالیت له ۲۴ ساعتونو څخه په ورځ کې درېیو ساعتونو ته را کم کړى و.

هغه زیاته کړه چې له پنځو ورځو راهیسې یادو شبکو په ټوله کې خپل فعالیت په ټپه درولی دی.

نوموړي ښکاره کړه چې یواځې سلام شبکه په ډېر ټيټ کیفیت هغه هم د شپې له خوا د اړیکې د ټینګېدو په امکان فعالیت کوي او حکومت د یادې شبکې د قوي کولو په اړه هم اقدام نه دی کړی.

امین الله وویل: «د ټکنالوژۍ او ارتباطاتو په دوره کې د یوه ولایت چارواکو ته شرم دی چې نه شي کولای مخابراتي شبکې فعالې او په دې اړه رامنځته شوې ستونزه د یاد لومړۍ درجه ولایت د خلکو لپاره چې دولت ته هر کال د څلور ميليارد افغانیو سرچینه ده، حل کړي.»

د فراه یو بل اوسېدونکی فضل احمد هم د دغې ستونزې له امله اندېښمن دی.

هغه له جزئیاتو پرته وویل چې کورنۍ یې په یوه بل ولایت کې ژوند کوي او د مخابراتي خدمتونو د قطعه کېدو له امله یې له پنځو ورځو راهیسې ورسره اړیکه نه ده نیولې.

نوموړي وویل، د هېواد په دغې جنګي او ناامنه وضعیت کې خپلې کورنۍ ته اندېښمن دی او د کورنۍ غړي یې هم خامخا د ده په اړه اندېښمن دي، ځکه ټېليفوني اړیکې نه شي ټینګولای.

یادې دواړه سرچینې د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د فراه د والي مرستیال مسعود بختور د یادو مخابراتي شبکو د فعالیت د درېدو ستونزه تایید کړه؛ خو ويې ویل چې حکومت نه شي کولای په خصوصي شبکو فشار راوړي؛ ځکه د دغو شبکو ډېری انتنونه په ناامنه سیمو دي.

د فراه والي د دولت د مخالفو وسله والو دغه کړنه له ملت سره د دوی مقابله بولي.

login or register a new account.