کندهار (پژواک،۱۳ سلواغه ۹۸): د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د ولسي تړون د ۴۹۸ پروژو چارې روانې دي چې د خلکو په وینا، د دوی د سیمو د اقتصادي ودې سبب شوي او زرګونو خلکو ته په کې کار هم موندل شوی دی.
دغه پروژې په څلورو برخو کې دي چې لمریزه برېښنا، کرنیز کانالونه، د څښاک پاکې اوبه او د فرعي لارو جوړول په کې شامل دي.
په کندهار کې د ولسي تړون پروګرام د اړیکو مسوول عطا محمد هیله من پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ملي پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د نړیوال بانک په مالي لګښت پلی کېږي.
هغه زیاته کړه، اوس مهال په کندهار کې د دغه پروګرام اړوندد ۴۹۸ پروژو چارې روانې دي چې د لمریزې برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، کرنیزو کانالونو او د کلیو د فرعي لارو جوړولو په برخو کې دي.
دی وايي، د دغو پروژو له ډلې ۸۱ یې د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو دي چې د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د کندهار په سپین بولدک، تخته پل، میوند، ارغنداب، شاولیکوټ، پنجوايي، ژیړۍ، ارغستان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې جوړېږي.
د ده په خبره، د دغه پروګرام له مخې د هېواد په کچه د ۶ زره ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي چې ۸۱ یې په کندهار کې دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې له دې ډلې ۱۴۱ پروژې د غذايي بانکونو له لارې د ډېرو بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ده.
دی وايي، د دغه پروګرام له مخې هره بې وزله کورنۍ د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته تر لاسه کوي.
هيله من زیاتوي، پاتې ۲۷۶ پروژې د اوبو د څښاک، لمریزې برېښنا، زراعتي کانالونو او فرعي لارو جوړولو دي چې د کندهار په سپین بولدک، تخته پل او پنجوايي ولسوالیو کې روانې دي.
دی وايي، پر دغو پروژو میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کلیو د اوسېدونکو د اقتصادي پیاوړتیا سبب کېږي او هغوی ته په کې کار هم موندل کېږي.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اقرا برنامې له مخې په ځينو ولسوالیو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي او پر نورو کار روان دی.
هغه زیاته کړه، د دغو ښوونځيو په جوړېدو به زده کوونکو ته د زده کړې سالم چاپېریال برابر شي، ځکه اوسمهال ډېر ښوونځي په کرايي ودانیو کې فعالیت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن