مزارشريف (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر مدني فعالانو په هېواد کې د سراسري اوربند او د سولې لپاره د بين الافغاني مذاکراتو د پيلېدو غوښتنه وکړه.
دغه فعالان چې د سلواغې په ۱۴مه په مزارشريف ښار کې د امان الله خان له څلي سره نږدې راټول شوي وو، همدا راز يې پر طالبانو او امريکا تور پورې کړ چې د سولې په برخه کې رښتيني نه دي.
د افغانستان د نوي فصل د بهير مسوول نويد احمد سفري پژواک ته وويل چې د راټولېدو موخه يې دا ده څو د جنګ پر ښکېلو اړخونو غږ وکړي چې له جګړې لاس واخلي.
هغه همدا راز وايي چې روانه جګړه په هېواد کې د فقر او بدبختۍ لامل شوې او وخت يې دی چې نوره پای ته ورسېږي.
دغه مدني فعال زياتوي چې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره اړينه ده، څو لومړی د جنګ ښکېل اړخونه پر يوه سراسري اوربند توافق وکړي او له هغه وروسته د بين الافغاني مذاکراتو پيل ته زمينه برابره شي.
د مزارشريف مدني فعال محمد علي ميرزايي وايي چې ټول افغانان نور له جګړې ستړي شوي او هېڅوک نه غواړي چې روان ناورين دې دوام وکړي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له هر څه ډېر سولې ته لومړيتوب ورکړي.
د هغه په خبره، خلک هم بايد په ولسي کچه هڅه وکړي چې د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي څو سولې ته غاړه کېږدي.
نوموړي وويل، هر هغه څوک چې د افغانستان د روان ناورين له حل کېدو سره مرسته کوي، بايد هر کلی يې وشي.
د دې تر څنګ مدني فعالان بيا په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ روانې خبرې بې ګټې او د وخت ضايع کول بولي.
د مزارشريف اوسېدونکي احسان احمدي پژواک ته وويل چې شاوخوا دوه کاله کېږي په قطر کې د طالبانو او امريکايانو خبرې روانې دي؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې ګټه معلومه نه ده.
نوموړی وايي چې د سولې مذاکرات هغه مهال پايله ورکولی شي چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي او افغانان مخامخ خبرې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن