Language

پومپيو: طالبان دې د تاوتریخوالي په کمولو کې خپل نیت او وړتيا ثابته کړي

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٨): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو له طالبانو غوښتي چې د سولې له تړون مخکې دې د تاوتريخوالي کمولو په برخه کې څرګند شواهد وښيي څو بين الافغاني مذاکراتو او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دغه هېواد له ولسمشر سره په يوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

هغه زياته کړې، له طالبانو سره د سولې هوکړه نږدې شوې ده.

پمپیو ویلي: "له دې مخکې هم هوکړه لاسلیک ته نږدې وه، خو لاسلیک نه شوه، موږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یوې طرحې کار کوو، موږ تېر ځل هم ورته یوې طرحې ته نږدې شوي وو، داسې یوه طرحه چې دواړو لورو پری کار کړی و، خو طالبان ونه توانېدل چې د تاوتریخوالي راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته کړي. "

login or register a new account.