کابل (پژواک، ١٦ سلواغه٩٨): په کابل کې د پاکستان سفير وايي چې هېواد يې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلولو کې مهم رول لوبوي او په دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د پاکستان سفير زاهدالله نصرالله خان دا څرګندونې د سلواغې په ١٦مه په کابل کې د خپل سفارت ودانۍ کې له کشميريانو سره د يووالي ورځې د نمانځلو تر مراسمو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې کړې دي.
په دغو مراسمو کې د اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيد حامد ګيلاني، د حزب اسلامي استازي غيرت بهير، يو شمېر وکيلانو او نورو برخه اخيستې وه.
زاهد نصرالله خان وويل چې پاکستان د افغانستان ګاونډي هېواد سره اوږدې پولې لري، او دوه ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.
هغه زياته کړه، د افغانستان سوله او ثبات نه يواځې د پاکستان، بلکې د ټولې سيمې لپاره ډېر مهم دى او پاکستان په دې برخه کې مهم رول لوبولى دى.
د نوموړي په وينا، د امريکا او طالبانو د مذاکراتو په پيلولو کې پاکستان مهم او کليدي رول ادا کړى، اسانتياوې يې برابرې کړې دي.
د پاکستان سفير وايي: ((په افغانستان کې سوله زموږ لپاره ډېره ګټوره او مهمه ده، جګړه د حل لاره نه ده. افغانان له تېرو څو کلونو راهيسې ځورېږي، دا جګړه بايد نور ختمه شي، دا د سيمې او پاکستان او ټولو لپاره ګټوره ده او خلک به خپل عادي ژوند پيل کړي.))
د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيد حامد ګيلاني خبريالانو ته وويل چې سوله بديل نه لري، جنګ د حل لاره نه ده، بايد ټول سولې ته ولاړ شي.
هغه زياته کړه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې او مذاکرات ادامه لري، خو لکه څه ډول چې اړتيا وه، هغسې پر مخ نه ځي او سست روان دي.
ګيلاني وايي: ((د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره چې څو ورځې مخکې مو وليدل، په ډاګه يې کړه چې طالبانو سره هوکړې ته نږدي شوي دي.))
نوموړي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره وويل چې د طالبانو او امريکا ترمنځ له موافقې سره به بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.
هغه د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا د خپلو ځواکونو ايستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان ملي ځواکونه له هېواد او خلکو د دفاع پوره وړتيا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن