کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨) :د امريکا مشرانو جرګې د رايو په اکثريت سره له استيضاح څخه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته برائت ورکړ او له دې سره د هغه داستيضاح قضيه پاى ته ورسېده.
خو تر دې مخکې دامريکا ولسي جرګې د هغه د استيضاح کولو په ملاتړ رايه ورکړې وه، خو په امريکا کې وروستۍ پرېکړه مشرانو جرګه کوي.
د امريکا غږ د راپور له مخې، د ملي شورا د سنا مجلس يا مشرانو جرګې غړو پرون شپه پر ولسمشر ټرمپ د دوو لګېدلو تورونو له واک څخه ناوړه ګټه او د کانګرېس د فعاليت مخنيوي په اړه رايه ورکړه.
د مشرانو جرګې غړو،له واک څه د ناوړه ګټې اخيستو تور ته ٥٢ منفي او ٤٨ مثبتې رايې ورکړې، او د کانګرېس د فعاليت د مخنيوي تور په هکله ٥٣ منفي رايې او ٤٧ مثبتې رايې وکارول شوې او له دې سره ولسمشر له يادو تورونو څخه برائت ترلاسه کړ.
د امريکا په مشرانو جرګه کې چې د جمهوري غوښتونکو اکثريت دى، له تېرو شلو ورځو راهيسې پر ولسمشر ټرمپ د يادو تورونو ارزول پيل کړي و.
د ولسمشر د ګوښه کولو لپاره د سنا مجلس له ١٠٠ استازو څخه له درېيو څخه دوه برخې مثبتې رايې ته اړتيا وه. د سنا د ١٠٠ غړو له جملې څخه ٥٣ يې جمهوري غوښتونکي، ۴٥ يې دېموکرات ګوند او دوه نور ناپيلي سناتوران دي.
د يادونې ده چې په وروستي ځل په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې د امريکا پخوانى ولسمشر بېل کلنټن د سپينې ماڼۍ له يوې مامورې سره پر جنسي اړيکو تورن شوى و، خو له مشرانو جرګې څخه يې برائت ترلاسه او استيضاح څخه پاتې شو.
login or register a new account.