ښرنه (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨) : د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان وايي چې د پوليسو ځانګړې قطعې په برمل ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو پټنځايونه کشف کړي دي.
امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د سلواغې په ١٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې له ۳۰ زيات ماينونه چې ټول يې د خوړو په بېلا بېلو لوښو کې جوړ شوي وو د پوليسو لاسته له ګڼو نورو چاودېدونکو توکو سره ورغلي دي.
هغه وايي، د پوليسو د همغږۍ له امله په تېرو دوه مياشتو کې ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ګڼ شمېر عمليات شوي دي، چې پوليس يې د هېواد په کچه لاسته راوړنې لري.
د پوليسو دځانګړې قطعې قوماندان سمونمل خانزاده کاروان د عملياتو په اړه وويل چې ياد عمليات يې دکشفې راپورونو پر اساس ترسره کړي چي دماينونو ترڅنګ، مخابرې، بي ام يک دستګاه، دوربينونه، د ماينونو تلکې او ګڼ نور چاودېدونکي توکي يې تر لاسه کړي دي.
سرچينې وويل چې په دې تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP