منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي: پکتيکا کې د طالبانو د وسلو او مهماتو پټنځايونه کشف شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۶ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨) : د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان وايي چې د پوليسو ځانګړې قطعې په برمل ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو پټنځايونه کشف کړي دي.

امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د سلواغې په ١٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې له ۳۰ زيات ماينونه چې ټول يې د خوړو په بېلا بېلو لوښو کې جوړ شوي وو د پوليسو لاسته له ګڼو نورو چاودېدونکو توکو سره ورغلي دي.

هغه وايي، د پوليسو د همغږۍ له امله په تېرو دوه مياشتو کې ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ګڼ شمېر عمليات شوي دي، چې پوليس يې د هېواد په کچه لاسته راوړنې لري.

د پوليسو دځانګړې قطعې قوماندان سمونمل خانزاده کاروان د عملياتو په اړه وويل چې ياد عمليات يې دکشفې راپورونو پر اساس ترسره کړي چي دماينونو ترڅنګ، مخابرې، بي ام يک دستګاه، دوربينونه، د ماينونو تلکې  او ګڼ نور چاودېدونکي توکي يې تر لاسه کړي دي.

سرچينې وويل چې په دې تړاو تراوسه  څوک نه دي نيول شوي .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه