Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال د پکتیا د ملکي او نظامي قربانیانو ۱۸۳۶ کورنۍ له خپلو حقونو پاتې دي

ګردېز (پژواک، ۱٩ سلواغه ۹۸): په پکتيا کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت سيمه ييز مسوولين وايي چې په ۱۳۹۸ کال کې د قرباني شوو ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ۱۸۳۶ کورنۍ او ۹۵۴ معلولين له مالي حقونو پاتې دي.

د يادې ادارې ولايتي امر بختيار ځاځي د سلواغې په ١٩مه له پژواک سره په مرکه کې وويل چې په پکتيا کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ټولې ۷۹۱۵ کورنۍ او معلولين دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ۲۸۲۵ ملکي، او نږدې ۱۸۰۰ د وژل شوو سرتېرو کورنۍ دي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې  ۲۴۸۳ ملکي او ۸۰۷ پوځي معلوولين هم له دوى سره ثبت دي.

ځاځی وايي چې د ولسمشر د نوي حکم پر اساس د مالي حقونو ترلاسه کولو لپاره بايد د هر قرباني شوي کس کورنۍ يا معلول د ۱۱ مواردو لرونکی ځانګړی چِک لېسټ ډک او تاييد کړي.

نوموړي زياته کړه، د يادو شمېرو د ارزونې او ډېټابيس پر مهال يې د ۵۶۹ ملکي شهيدانو کتابچې چې جعلي يا نيمګړې وې، باطلې کړې چې ورسره په منځني ډول ۳۱.۵ ميليونه افغانۍ سپما راغلې ده.

دی وايي: ((په نږدې راتلونکي کې د بانکي کارتونو د توزېع او د عملي بايومټريک لړۍ پيلېږي، هغه څوک چې له دغه بايومټریک څخه پاک ووځي، له ۱۳۹۲ کال راهيسې يې تر ۱۳۹۸ چې هر څومره حقوق پاتې وي، د هرې ربعې پر اساس ورکول کېږي.))

بختيار ځاځی وايي د اداري تشکيل له کموالی او لاسوهنو له امله په ستونزو کې دى او له ټولو مراجعينو غواړي چې د خپلو مالي حقونو اخيستو په بدل کې د چا غير قانوني او د فساد غوښتنه ونه مني.

ځاځي پژواک ته وويل هغه ستونزه يې هم حل کړې چې په خبره يې د ګډوډۍ له امله د ځينو کسانو معاشونه د نورو کسانو بانکي اکاونټونو ته حواله شوي وو.

نوموړي زياته کړه: ((د پکتيا ټولو ۷۹۱۵ ملکي او نظامي شهيدانو او معلولينو د پوره مالي حقونو ترلاسه کولو لپاره د کال ۴۳۰ ميليونه افغانيو ته اړتيا لرو او که وزارت ياده بودجه پوره راکړي، هېڅ ستونزه به پاتې نه شي.))

د هغه د معلوماتو له مخې چې په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۸۳۶ د ملکي او نظامي قربانيانو کورنۍ او ۹۵۴ معلوولين له مالي حقونو پاتې دي.

دغه راز په پکتيا کې يوه معلول نورالله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د مياشتني حقونو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.