ګردېز (پژواک، ۱٩ سلواغه ۹۸): په پکتيا کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت سيمه ييز مسوولين وايي چې په ۱۳۹۸ کال کې د قرباني شوو ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ۱۸۳۶ کورنۍ او ۹۵۴ معلولين له مالي حقونو پاتې دي.
د يادې ادارې ولايتي امر بختيار ځاځي د سلواغې په ١٩مه له پژواک سره په مرکه کې وويل چې په پکتيا کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ټولې ۷۹۱۵ کورنۍ او معلولين دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ۲۸۲۵ ملکي، او نږدې ۱۸۰۰ د وژل شوو سرتېرو کورنۍ دي.
ده وويل چې په دغه ولايت کې ۲۴۸۳ ملکي او ۸۰۷ پوځي معلوولين هم له دوى سره ثبت دي.
ځاځی وايي چې د ولسمشر د نوي حکم پر اساس د مالي حقونو ترلاسه کولو لپاره بايد د هر قرباني شوي کس کورنۍ يا معلول د ۱۱ مواردو لرونکی ځانګړی چِک لېسټ ډک او تاييد کړي.
نوموړي زياته کړه، د يادو شمېرو د ارزونې او ډېټابيس پر مهال يې د ۵۶۹ ملکي شهيدانو کتابچې چې جعلي يا نيمګړې وې، باطلې کړې چې ورسره په منځني ډول ۳۱.۵ ميليونه افغانۍ سپما راغلې ده.
دی وايي: ((په نږدې راتلونکي کې د بانکي کارتونو د توزېع او د عملي بايومټريک لړۍ پيلېږي، هغه څوک چې له دغه بايومټریک څخه پاک ووځي، له ۱۳۹۲ کال راهيسې يې تر ۱۳۹۸ چې هر څومره حقوق پاتې وي، د هرې ربعې پر اساس ورکول کېږي.))
بختيار ځاځی وايي د اداري تشکيل له کموالی او لاسوهنو له امله په ستونزو کې دى او له ټولو مراجعينو غواړي چې د خپلو مالي حقونو اخيستو په بدل کې د چا غير قانوني او د فساد غوښتنه ونه مني.
ځاځي پژواک ته وويل هغه ستونزه يې هم حل کړې چې په خبره يې د ګډوډۍ له امله د ځينو کسانو معاشونه د نورو کسانو بانکي اکاونټونو ته حواله شوي وو.
نوموړي زياته کړه: ((د پکتيا ټولو ۷۹۱۵ ملکي او نظامي شهيدانو او معلولينو د پوره مالي حقونو ترلاسه کولو لپاره د کال ۴۳۰ ميليونه افغانيو ته اړتيا لرو او که وزارت ياده بودجه پوره راکړي، هېڅ ستونزه به پاتې نه شي.))
د هغه د معلوماتو له مخې چې په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۸۳۶ د ملکي او نظامي قربانيانو کورنۍ او ۹۵۴ معلوولين له مالي حقونو پاتې دي.
دغه راز په پکتيا کې يوه معلول نورالله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د مياشتني حقونو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ کيږي.
ده وويل: ((پخوا ډېر مشکلات و خو اوس يو څه مشکلات حل شوي، کله به بانک کار نه کاوه، کله به پيسې او يا به هم نور مشکلات وو.))
د اړوندې موضوع په اړه د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا استازي احمدالله احمدي وويل چې: ((د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست د فساد لويه ځاله وه، د لسګونه او سلګونه ميليونه افغانيو غلا او فساد په کې کېده. اوس ښه دا شوه چې سره بېلې هم شوې او اصلاحات هم په کې راغلي دي؛ ځکه د شهيد کورنۍ او معلولين لاسنيوي ته ضرورت لري، نه دا چې وځورول شي.))
دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړي سخي جان وفايار وويل چې د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته د هغوی د ټاکلو مالي حقونو په ورکولو کې بايد پوره دقت او له مستحقو کسانو سره د اداري پروسې په ترسره کولو کې همکاري وشي.
وفايار وويل: ((نظامي شهيدانو زموږ او تاسو او وطن لپاره سر قربان کړی او يا يې د بدن غړي بايللي، همدارنګه ملکي خلک د بدبختې جګړې قرباني شوي او دا دواړه ډلې پر موږ حق لري چې له محتاجي د خلاصون او په ټولنه کې يې د ادغام لپاره د دولت او ملت په حيث خپل مسوليت اداء کړو.))
شاوخوا يو کال وړاندې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو، معلولينو او معيوبينو وزارت په چوکاټ کې د پکتيا د ملکي او نظامي قربانيانو کورنۍ او معلولين بايو متريک شول خو خو مسوولين وايي چې هغه بايومټريک نيمګړی دى او غواړي د ادارو له بېلتون وروسته د بايومټريک پروسه له سره ترسره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









