کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٨): ټاکل شوې ده چې د ناټو د دفاع وزيران د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
په بلجيم کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د سلواغې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل چې د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د سلواغې په ٢٣مه او ٢٤مه په بروکسل جوړېږي.
سرچينې زياته کړه چې په دې ناسته کې به په بېلابېلو هېوادونو کې د ناټو ماموريتونه او عمليات و ارزول شي.
د ناټو دغه چارواکي وويل چې دغه راز په دې ناسته کې به د ناټو او اروپايي اتحاديې پر ګډې همکارۍ هم خبرې وشي چې په کې د اروپايي اتحاديې مرستيال او استازي ګډون کوي.
د سرچينې په خبره چې د دې غونډې په دويمه ورځ به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وشي چې په کې د ناټو د دفاع وزيرانو ترڅنګ د هغو متحدينو استازي هم ګډون کوي چې په افغانستان کې د ناتو د روزنې ماموريت کې ونډه لري.
سرچينه وايي چې په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر، د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او نړيوال بانک استازي هم ګډون کوي.
دغه چارواکي وويل چې په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان د وروستيو حالاتو د ارزونې ترڅنګ د سولې پر پروسې او له افغانستان سره د ناټو پر دوامداره همکاريو خبرې کېږي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستيال فواد امان پژواک اژانس ته ومنله چې د ملي دفاع وزير اسدالله خالد په دې ناسته کې ګډون کوي.
login or register a new account.