کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): د چين چارواکو ويلي چې په دغه هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شوو کسانو شمېر تر زرو اوښتى او لسګونه زره نور کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
دغه ناروغي چې د چين له اوهان ښاره پيل شوې، اوس د ټول چين ترڅنګ په ٢٥ نورو هېوادونو کې هم خپره شوې ده.
نړيوالو رسنيو د سلواغې په ٢٢مه د چين د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې له کرونا ويروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر تر زرو اوښتی دی.
سرچينو زياته کړې چې ډېر زيات تلفات د چين په هوبې ولايت کې چې اوهان ښار يې مرکز دى، اوښتي دي.
د چين د روغتيا ملي کمېسيون وايي چې يواځې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو ښارونو کې ١٠٨ کسان مړه شوي او دغه راز د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٠١٦ تنو ته رسېدلی دی.
دغه راز ياد کمېسيون په ډاګه کړې ٢٤٧٨ نورې تازه پېښې ثبت شوې او په دې سره په چين کې د ټولو ناروغانو شمېر له ٤٢زرو څخه اوښتى دى.
بلخوا د روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړى چې يو روغتيايي ټېم يې د مرستې او همکارۍ په موخه چين ته رسېدلى دى.
د يادونې ده، د چين په اوهان ښار کې د ٥٠ محصلينو ترڅنګ ٦٢ افغانان هم مېشت دي، د افغانستان حکومت د هغوى د لېږدولو پرېکړه کړې ده، خو تر اوسه د چين حکومت په دې اړه اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه چې هلته مېشت ټول خلک قرنطين شوي دي.
د افغانستان حکومت هم په ټولو نړيوالو هوايي ډګرونو او بندرونو کې روغتيايي ټيمونو ګومارلي دي، څو له بهرنيو هېوادونو د راتلونکو کسانو معاينه وکړي او چک یې کړي.
login or register a new account.