کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړى دى.
له ارګه د سلواغې په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېر ماښام له ولسمشر اشرف غني سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې خبرو کې پومپيو له طالبانو سره د امريکا د وروستيو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل او په ډاګه يې کړه چې په دې خبرو کې پرمختګ شوى دى.
هغه ولسمشر ته وويل چې له طالبانو سره په خبرو کې د تاوتريخوالي په کمولو کې چې په پايله کې اوربند ته لاره هواره شي، پرمختګ شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر له دغو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او د هرکلي ترڅنګ يې وويل چې د سولې په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت دريځ همدا دى.
ولسمشر غني زياته کړې: ((زموږ اصلي موخه د وينې بهولو او افغان وژنې مخنيوى دى او اکثره افغانان همدا غواړي او د سولې په تړاو سره اجماع لري.))
د هغه په وينا، د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره افغانان جرئت، مشري او مديريت په داخل د افغانستان کې لري او وروستي قدمونه د افغانستان دولت له خوا اخيستل کېږي.
د يو بل خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير پرون ماښام له اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله سره هم په ټيلېفوني خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.
پومپيو ويلي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسليک سره به بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.
اجرائيه رييس هم پر دې پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او ويلي یې دي چې سوله د حکومت په لومړيتوبونو کې ده او د تاوتريخوالي په کمولو کې د شوو پرمختګونو هرکلى کوي.
دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغه پرمختګ هرکلى کړى دى.
login or register a new account.