Language

ناټو: له افغان لوري د کوچنۍ مرکچي ډلې انتخاب اغېزناک تمامېدای شي

بروکسل (پژواک، ٢٤ سلواغه ۹۸): د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نيکولاس کې وايي چې د برياليو بين الافغاني خبرو لپاره له لږو کسانو جوړه ملي ډله اغېزناکه ده.

د ناټو ملکي استازي دغه څرګندونې په بروکسل کې د دغه سازمان د دفاع وزيرانو غونډې په څنډه کې له افغان خبريالانو سره په ځانګړې ناسته کې وکړې.

هغه زياته کړه چې افغانان د بریالیو خبرو غوښتونکي دي، څو دوی يوې ګډې موافقې ته ورسېږي.

ده وویل چې په دې خبرو کې باید ملي مسايل په نظر کې ونیول شي.

د نيکولاس کې په وينا، دا چې دا خبرې چېرته او څه وخت پيلېږي، دا په افغانانو پورې اړه لري او بايد ورته منتظر شو.

خو د ناټو ملکي استازي وویل چې د المان او ناروې په ګډون يو شمېر هېوادونه چمتو دي چې د بين الافغاني خبرو کوربه توب وکړي، خو دا په افغان حکومت او طالبانو پورې اړه لري چې کوم هېواد انتخابوي.

نوموړي زياته کړه چې د بيان د ازادۍ، اساسي قانون، د حکومت جوړښت په ګډون به ډېر مهم او ملي مسایل په بین الافغاني خبرو کې تر بحث لاندې ونیول شي او په اړه به یې هلته پرېکړه وشي.

د هغه په وينا، خو دا يوه خبره ښکاره ده چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې به ساتل کېږي.

د ناټو ملکي استازي وویل چې اوس ناټو د مخکې په څېر د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکوي او دغه بهیر به د اړتیا تر وخته دوام ولري.

نيکولاس کې د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې له بریالي بهیر وروسته به په افغانستان کې د ناټو رول څه وي؟ وويل: ((هغه مهال موږ ته د امنیتي ځواکونو برخليک مهم دی.))

هغه زياته کړه، ناټو د افغانستان ملګری دی او دوی یې ملاتړ مهم بولي.

login or register a new account.

Related Topics