Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې د ماين په چاودنه کې پنځو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دې وزارت وياند نصرت رحيمي د پورته مطلب په څرګندولو سره ويلي چې دغه چاودنه تېره ورځ مازيګر د دشت ارچي په شهروان کلي کې د مولوي احمد مدرسې مخې ته د ځاى په ځاى شوي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړې، وژل شوي او ټپيان ټول د دغې مدرسې زده کوونکي وو.

د دې پېښې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړى نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.