Language

” د تاوتریخوالي کمول له دوشنبې پیلیږي”

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸) : د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپثر له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی وړاندیز او تړون خطرناک بولي خو امیدوارۍ ته هم هیله مند  دی.

نوموړي څو ورځې مخکې د ناټو ددفاع وزیرانو غونډې ته ویلي وو، چې طالبانو سره پر اوه ورځني تاوتریخوالي کمولو هوکړه شوې ده.

دامریکا غږ د راپور له مخې، نوموړي  چې نن دسلواغې  په ۲۶مه، د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل پر دغه وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ بحثونه شوي دي او اوس باید په افغانستان کې "سولې ته هم یو چانس" ورکړل شي.

اسپیر زیاته کړه: " اوسمهال د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیز چمتو دی چې زموږ داستازي او د طالبانو ترمنځ پرې موافقه شوې ده. ډېره هیله بخښوونکې ښکاري. موږ له تیرو څو ورځو راهیسې د خپل کانګرس سره په دې اړه مشورې کوو- ما په دې اړه ډېر بحثونه کړي. په بروکسل کې هم په دې اړه د ناټو له متحدینو سره بحثونه روان دي."

login or register a new account.