پاکستان او ترکیې د افغانستان پر وروستیو او حالاتو او سولې خبرې کړې
کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸) : د پاکستان او ترکیې ولسمشرانو د افغانستان پر وروستیو حالاتو او د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونه خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان له ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په یوه خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ډاکټر عارف علوي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، چې دواړو پر یو شمیر موضوعاتو او دافغانستان پر وروستیو حالاتو او د سولې پر روانې پروسې خبرې کړې دي.
د پاکستان ولسمشر ډاکتر علوي ویلي په افغانستان کې د پاکستان د رول او رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه د ترکیې ولسمشر ته معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه هم باید د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلی، دواړو و لسمشرانو یو ځل بیا ژمنه کړه چې پاکستان او ترکیه به په بیلا بیلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
اسلام اباد ته د ترکیې دولسمشر د سفر په پای کې ددواړو هیوادونو ترمنځ په خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې دوامداره سوله یوځې د افغانانو په مشرۍ مذاکراتو له لارې راتلل شي.
سرچینې زیاته کړې، ترکیې په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول او همکاریو ستاینه کړې او پاکستان د افغانستان په اړه د اسیا زړه د استانبول پروسې له مصوبو ملاتړ کوي.