Language

ملګري ملتونه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو زمينه برابروي

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٨): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو برياليتوب او په افغانستان کې د ثبات له رامنځته کېدو سره ډېرى افغان کډوال به خپل هېواد ته ستانه شي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلپو ګرينډي بلوچستان ايالت ته د سفر پر مهال په کويټه ښار کې له رسنيو سره کړې دي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې حالات سم نه دي، د کار او روزګار زمینه نشته، که چېرې په داسې وخت کې افغان کډوالو بېرته ستانه کړاى شي او هلته بې ثباتي رامنځته شي، دا به د هېچا په ګټه نه وي.

ده ويلي: ((د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم په داسې حالاتو کې د افغان کډوالو بېرته ستنولو ته زړه نه ښه کوي.))

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر وايي، نوره بې ثباتي نه د افغانستان لپاره ښه ده او نه هم د ګاونډيو هېوادونو لپاره، نو ښه به دا وي چې د کډوالو بېرته ستنول په منظم ډول وي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي چې په کې د ٢٠ هېوادونو د استازو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټينيو ګوټريز هم په کې ګډون کوي.

فلپو ګرينډي زياته کړې، دا چې افغانانو دلته په پاکستان کې لسګونه کلونه تېر کړي، په داسې حالاتو کې يې افغانستان ته بېرته تګ ستونزمن دى.

د هغه په وينا، د افغان طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرو اترو کې پرمختګ، د کډوالو لپاره هم ښه خبر دى؛ ځکه چې په افغانستان کې د ثبات په رامنځته کېدو سره به ډېرى  کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ده زياته کړې، په دې خبرو کې د پرمختګ امکان شته، افغانستان د امنيت له لحاظه پېچلې سيمه ده، خو د روانو مذاکراتو په برياليتوب سره هلته حالات ښه کېداى شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ويلي چې په کوېټه کې يې د افغان کډوالو له استازو سره هم ليدلي او د هغوى مهمه پوښتنه او اندېښنه د افغانستان د امنيت په اړه وه.

نوموړي د پاکستان له حکومت او خلکو مننه وکړه چې له تېرو ٤١ کلونو کې يې افغان کډوالو ته ځاى ورکړى دى.

هغه ويلي چې اوس هم شاوخوا څلورنيم ميليونه افغانان له خپل هېواده بهر د کډوالى ژوند کوي چې په دې کې يې يو ميليون او ٤٠٠زره په پاکستان او يو ميليون يې په ايران کې مېشت دي چې اکثره يې کم عمره دي.

login or register a new account.