Language

سږ کال د کندهار د دهلې بند تر وخت مخکې له اوبو ډک شوی

کندهار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د کندهار دهلې بند سږ کال له ټاکلې مودې مخکې له اوبو ډک شوی او اوبه یې له پارچاوونو را اوښتي چې کروندګر او باغ لرونکي ورته خوشحاله دي.

چارواکي او خلک وايي، دا په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې یاد شوی بند تر ټاکلې مودې دوه میاشتې مخکې له اوبو ډکېږي او د یوه اباد کال زېری یې ګڼي.

د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه کروندګر حاجي اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال کافي ورښتونه شوي او واورې ورېدلي چې له امله یې د دهلې بند له خپلې مودې دوه میاشتې مخکې له اوبو ډک شوی دی.

هغه زیاته کړه، دا په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د دهلې بند له اوبو ډکېږي او اوبه یې له پارچاوونو را اوړي، پخوا به دغه بند د کب میاشتې تر اخره ډکېده خو سږ کال د سلواغې په میاشت کې ډک شوی دی.

نوموړی وايي، له دې ښکاري چې سږ کال به اباد وي او خلک به د خپلو کروندو او باغونو لپاره کافي اوبه ولري.

خو د ده په خبره، سمدستي دغه اوبه د انارو د باغونو او د غنمو د کښتونو لپاره ډېرې ګټورې دي.

ده هیله وښودله چې سږ کال به په کندهار کې د اوبو د ډېرېدو په سبب د پخوا په پرتله د غنمو حاصلات هم ډېر وي.

خو نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې له ژمنې سره سم دې د دغه بند د دېوالونو لوړولو د پروژې چارې ژر پیل کړي څو دغه بند د ډېرو اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یو بڼوال خلیل احمد هم له وخت مخکې د دهلې بند ډکېدو ته خوشحاله دی او وايي، سږ کال به هم د کندهار باغونه او کروندې ښه حاصلات ولري.

دی وايي، د دې ولایت د اوو ولسوالیو باغونه او کښتونه د دهلې بند په اوبو اوبېږي او تر وخت مخکې ډکېدا یې دا معنا لري چې کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال اوبه ولري.

دی زیاتوي، خلک د دغه بند د رغونې د چارو د ژر پیلېدو په تمه دي.

د کندهار د ارغنداب سیندیزې حوزېرییس انجنیر توریالی محبوبي هم وايي چې سږ کال د دهلې بند تر خپل وخت مخکې ډک شوی چې د یوه سمسور کال زېری له ځان سره لري.

login or register a new account.

Related Topics