منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال د کندهار د دهلې بند تر وخت مخکې له اوبو ډک شوی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د کندهار دهلې بند سږ کال له ټاکلې مودې مخکې له اوبو ډک شوی او اوبه یې له پارچاوونو را اوښتي چې کروندګر او باغ لرونکي ورته خوشحاله دي.

چارواکي او خلک وايي، دا په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې یاد شوی بند تر ټاکلې مودې دوه میاشتې مخکې له اوبو ډکېږي او د یوه اباد کال زېری یې ګڼي.

د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه کروندګر حاجي اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال کافي ورښتونه شوي او واورې ورېدلي چې له امله یې د دهلې بند له خپلې مودې دوه میاشتې مخکې له اوبو ډک شوی دی.

هغه زیاته کړه، دا په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د دهلې بند له اوبو ډکېږي او اوبه یې له پارچاوونو را اوړي، پخوا به دغه بند د کب میاشتې تر اخره ډکېده خو سږ کال د سلواغې په میاشت کې ډک شوی دی.

نوموړی وايي، له دې ښکاري چې سږ کال به اباد وي او خلک به د خپلو کروندو او باغونو لپاره کافي اوبه ولري.

خو د ده په خبره، سمدستي دغه اوبه د انارو د باغونو او د غنمو د کښتونو لپاره ډېرې ګټورې دي.

ده هیله وښودله چې سږ کال به په کندهار کې د اوبو د ډېرېدو په سبب د پخوا په پرتله د غنمو حاصلات هم ډېر وي.

خو نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې له ژمنې سره سم دې د دغه بند د دېوالونو لوړولو د پروژې چارې ژر پیل کړي څو دغه بند د ډېرو اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یو بڼوال خلیل احمد هم له وخت مخکې د دهلې بند ډکېدو ته خوشحاله دی او وايي، سږ کال به هم د کندهار باغونه او کروندې ښه حاصلات ولري.

دی وايي، د دې ولایت د اوو ولسوالیو باغونه او کښتونه د دهلې بند په اوبو اوبېږي او تر وخت مخکې ډکېدا یې دا معنا لري چې کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال اوبه ولري.

دی زیاتوي، خلک د دغه بند د رغونې د چارو د ژر پیلېدو په تمه دي.

د کندهار د ارغنداب سیندیزې حوزېرییس انجنیر توریالی محبوبي هم وايي چې سږ کال د دهلې بند تر خپل وخت مخکې ډک شوی چې د یوه سمسور کال زېری له ځان سره لري.

ده زیاته کړه، د سږ کال ورښتونه د دې لامل شول چې دغه بند تر خپل وخت دوه میاشتې مخکې له اوبو ډک شي چې تازه یې اوبه له پارچاوونو را اوښتې او په کانالونو کې یې جریان پیدا کړی دی.

دی وايي، د دهلې بند د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.

د ده په خبره، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

خو دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

محبوبي خبر ورکړ چې اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

څو میاشتې مخکې د کرنې او پرمختیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالحمید هلمندي کندهار ته سفر کړی و او ویلي یې و، د دهلې بند پروژه تر راتلونکو دریو کلونو بشپړېږي چې کرنه به ورسره بېسارې وده وکړي.

هلمندي وویل، د دهلې بند پروژه په څلورو برخو کې د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي چې تر راتلونکو دریو کلونو به بشپړه شي.

هغه دا د کندهار لپاره لوی زېری وګاڼه او ویې ویل چې له دې سره د اوبو د کمښت ستونزه کمېږي او کرنه وده کوي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اوو ولسواليو شاه وليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

څو کلونه مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت تر سره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

د چارواکو په وینا، ياد شوي ټول کارونه تر سره شوي او اوس بند چمتو شوی چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه