Language

ټرمپ له طالبانو سره د هوکړه ليک لاسليک کېدا ته هيله مندي ښودلې

 

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هيله مندي څرګنده کړې چې دغه ځل له طالبانو سره د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي.

بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پاى ته رسېدلې او ډېر ژر به د لاسليک په اړه وروستۍ پرېکړې اعلان شي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ پرون له واشنګټنه کلفورنيا ايالت ته له روانېدلو مخکې په اينډريوز هوايي ډګر کې له خبريالانو سره خبرو کې هيله مندي ښودلې چې له طالبانو د سولې په اړه به يوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي ټينګار کړی چې له وسله‌ والو طالبانو سره د سولې په اړه مطلوبې پايلې ته د رسېدو په موخه مذاکرلات کوي.

دغه راز ټرمپ يو ځل بيا ويلي چې کولی شي د افغانستان جګړه ژر ختمه کړي، خو نه غواړي په دغه هېواد کې بې ګناه خلک ووژني.

بلخوا په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نږدې سرچينې وايي چې د دواړو ډلو ترمنځ د تاوتريخوالي پر کمولو هوکړه کړې ده.

يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، د اټکل له مخې د تاوتريخوالي کمول به راتلونکې اوونۍ د دوشنبې له ورځې (د کب ٣مه نېټه) پيلېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، که چېرې د يوې اوونۍ په اوږدو کې د تاوتريخوالي کمولو پروسه بريالۍ شوه، نو د کب په لسمه به د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي.

login or register a new account.