کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨): د چين حکومت ويلي چې په دغه هېواد کې له کرونا ويروسه د مړو شوو کسانو شمېر له دوه زره کسانو اوښتى او لسګونه زره نور پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
دا ناروغي چې د چين له اوهان ښاره پيل شوې، اوس د ټول چين ترڅنګ په ٢٥ نورو هېوادونو کې هم خپره شوې ده.
نړيوالو رسنيو د سلواغې په ٣٠مه د چين د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې له کرونا ويروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر له دوو زرو اوښتی دی.
سرچينو زياته کړې چې ډېر زيات تلفات د چين په هوبې ولايت کې چې اوهان ښار يې مرکز دى، اوښتى دى.
د چين د روغتيا ملي کمېسيون وايي چې يواځې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو ښارونو کې ١٣٦ کسان مړه شوي او دغه راز د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٠٤ تنو ته رسېدلی دی.
دغه راز ياد کمېسيون په ډاګه کړې ١٧٤٩ نورې تازه پېښې ثبت شوې او په دې سره په چين کې د ټولو ناروغانو شمېر له ٧٠ زرو څخه اوښتى دى.
د يادونې ده، د چين په اوهان ښار کې د ٥٠ محصلينو ترڅنګ ٦٢ افغانان هم مېشت دي، د افغانستان حکومت د هغوى د لېږدولو پرېکړه کړې ده، خو تر اوسه د چين حکومت په دې اړه اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه چې هلته مېشت ټول خلک قرنطين شوي دي.
د افغانستان حکومت هم په ټولو نړيوالو هوايي ډګرونو او بندرونو کې روغتيايي ټيمونو ګومارلي دي، څو له بهرنيو هېوادونو د راتلونکو کسانو پلټنه او معاينه وکړي.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز په کابل او هرات کې د کرونا ناروغۍ د درملنې د روغتونونو له پرانيستې وروسته پرون په بلخ ولايت کې هم يو ٣٠ بستريز روغتون پرانيست.
هغه وويل چې په افغانستان کې د کرونا وايروس د تشخيص زمينه برابره شوه.
د فيروز په وينا، وړاندې له دې به دوی د مشکوکو خلکو طبي معاينات بهرنيو هېوادونو ته د تشخيص په موخه استول.
د عامې روغتيا وزير ډاډ ورکړ چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا وايروس هېڅ ډول مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن