ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د اشرف غني او عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې

په بلخ کې د اشرف غني او عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې

author avatar
22 Feb 2020 - 18:23
په بلخ کې د اشرف غني او عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې
author avatar
22 Feb 2020 - 18:23

مزارشريف ( پژواک، ۳کب، ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډې جوړې شوې.

د ولسمشر غني پلويانو ويل چې د ټاکنو پروسه نوره پاى ته رسېدلې او د ولسمشرۍ کانديدان بايد د جنجالونو له اوږدولو ډډه  وکړي؛ خو د ثبات او همپالنې ټيم په ملاتړ راټولو شويو خلکو بيا د انتخاباتو د لغوه کېدو غوښتنه کوله.

د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم د رهبري شورا غړي او د اسلامي وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق د کب په ۳مه، مزارشريف ښار کې يوې غونډې ته وويل، چې دوی د تشنج خلق کېدو په لټه کې نه دي، خو زياته يې کړه چې ټاکنې يې ګټلي او خپل حکومت به اعلانوي.

هغه زياته کړه، په سرپل او بغلان ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ټيم له خوا نوي واليان معرفي شوي، چې خپلو دندو ته به دوام ورکوي.

دى وايي، ټاکنيزو کمېسيونونو غير مسوولانه چلند کړی او د پيسو په مقابل کې يې محمد اشرف غني بريالی اعلان کړی دی.

د محقق په خبره، نړيواله ټولنه هم غواړي چې روان جنجال ته حل لاره پيدا کړي.

په ورته مهال د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال بابر فرهمند په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی به له دې وروسته په پنجشېر، دايکنډي، هرات، باميان او څو نورو ولايتونو کې هم واليان معرفي کړي.

هغه زياته کړه، د ټاکنو کميسيون له لوري په غير شفاف ډول د ټاکنو د پايلې اعلانول د ولسواکۍ پر تابوت ګوزار وو، چې د ځانګړو کړيو له خوا ترسره شو.

نوموړی وايي، د دقيقو ارقامو له مخې ټاکنې د دوی ټيم ګټلې دي.

بل لور ته بيا په مزارشريف ښار کې لسګونه کسان د محمد اشرف غني په ملاتړ راټول شوي وو.

ياده غونډه شمال کې د محاذ ګوند مسوول اخترمحمد ابراهېم خېل جوړه کړې وه.

ابراهېم خېل په خپلو خبرو کې وويل چې د ټاکنو پروسه بشپړه ده او ولسمشر غني د منتخب جمهور رئيس په توګه ټاکل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.