کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨): د اسلامي همکاريو سازمان (اسلامي کنفرانس) په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو پيلېدو هرکلى کړى دى.
په جده کې د ياد کنفرانس له خوا د کب په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوى د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت په مشوره د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو هرکلى کوي.
سرچينې زياته کړې چې دغه کار سره به په افغانستان کې د دوامدارې سولې ته زمينه برابره شي.
د اسلامي کنفرانس سرمنشي ډاکتر يوسف العثيمين د افغان سولې پروسه او بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو په برخو کې د هر ډول مرستې او همکارۍ وړانديز کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې تېر کال په مکه کې د اسلامي کنفرانس څوارلسمې سرمشريزې غونډه او تر هغې يوه کال مخکې په مکه کې د علماوو نړيوال کنفرانس کې د افغان سولې پروسې د ملاتړ ژمنه کړې وه.
د يادونې ده، نن د تاوتريخوالي کمولو درېيمه ورځ ده، په لومړي او دويمه ورځ د څو وړو امنيتي پېښو راپورونه ورکړل شوي، خو تلفات يې نه درلودل.
login or register a new account.