ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قريشي: ځينې کړۍ غواړي د امريکا او طالبانو تړون پر وړاندې ستونزې جوړې کړي

24 Feb 2020 - 10:49
24 Feb 2020 - 10:49

 

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې ځينې کړۍ د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر وړاندې د ستونزو جوړولو هڅې کوي.

د پاکستان د دولتي اژانس (اى پي پي) د راپور له مخې، قريشي دغه څرګندونې د پنجاب په ملتان ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې چې د دغو کړيو او عناصرو په اړه چې غواړي د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې ناکامې کړي، واشنګټن ته يې معلومات ورکړي، خو قريشي په دې اړه نور معلومات نه دي په ډاګه کړي.

نوموړي زياته کړې چې دغه کسان غواړي په افغانستان کې چاودنې، بريدونه او نا امنۍ ته دوام ورکړي او غواړي چې په دغه هېواد کې د وينې تويېدو لړۍ دوام ومومي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې په دې اړه يې امريکا معلومات ورکړي څو د دې ډول خلکو پر وړاندې اقدامات او ځان ترې وژغوري.

د نوموړي په وينا، پاکستان نړۍ ته دا باور ورکړى چې د افغان شخړې هوارى يواځې د مذاکراتو له لارې کېږي.

قريشي وايي چې پاکستان د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې له ښه نيت سره مرسته او همکاري کړې ده.

هغه په ډاګه کړې چې ډېر ژر به په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون د پاکستان په شتون کې لاسليک وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version