کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨): د هند د پلازمېنې نوي ډيلي په مذهبي لاریونونو کې د تاوتريخوالي له امله لږ تر لږه ٢٠ کسان مړه شوي او تر ١٥٠ ډېر ټپيان شوي دي.
په هندوستان کې دغه اعتراضونه وروسته له هغه پيل شوي چې د هند حکومت د تابعيت نوى قانون جوړ کړ، خو د دغه هېواد مسلمانان، عيسويان او نور لږکي ورسره مخالفت کوي او پر ضد يې لاريونونه پيل کړي دي.
په نوي ډيلي کې دغو لاريونونو وروسته له هغه زور واخيست چې درې ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي سفر دغه هېواد ته سفر وکړ.
هندي رسنيو خبر ورکړى چې يواځې د نوي ډيلي د تېرو څو ورځو په لاريونونو کې ٢٠ کسان مړه او تر ١٥٠ زيات ټپيان شوي دي.
د لاريونونو پر مهال د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ زيات اخ وډب رامنځته شوى او د راپورونو له مخې، هندوانو د مسلمانانو په جوماتونو هم بريدونه کړي دي.
د نوي ډيلي مشر وزير ارويندا کجيروال ويلي چې پوليس د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلي او له کورنيو چارو وزارته يې غوښتي چې هلته پوځ ځاى پر ځاى کړي.
login or register a new account.