کابل (پژواک، ٨ کب ٩٨) : د سعودي حکومت اعلان کړى چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يې په موقت ډول د هغو هېوادونو پر خلکو د عمرې او سيلانيانو وېزې بندې کړې چې په کې د ياد ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د کب په ٨ مه، خبر ورکړى چې دغه پرېکړه خادم الحرمين بادشاه سلمان بن عبدالعزيز د فرمان له لارې کړې ده.
بلخوا دسعودي د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې له خپلو وګړو غوښتي چې هغو هېوادونو ته له سفر څخه ډډه وکړي، چې په کې د کرونا ويروس موندل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په عمره کوونکو کې د کرونا ويروس د وېرې له امله يې ځينې وقايوي ګامونه پورته کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اقداماتو کې د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول او د سيلانيانو او زيارت کوونکو د وېزو لنډ مهالي محدوديتونه شامل دي.
دغه راز د سعودي د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې سعودي ته يې د خليجي هېوادونو د اتحاد اړوند وګړو سفر ونه هم ځنډولي دي .
سعودي په داسې حال کې د عمرې پر وېزې بندېز لګولى، چې ټاکل شوې ده، څه کم دوه مياشتې وروسته د روژې مبارکه مياشت پيل شي، په دې مياشت کې له ټولې نړۍ څخه سلګونه زره خلک د عمرې ادا کولو په موخه سعودي ته ځي.
سعودي دغه اقدامات وروسته له هغه کړي، چې په ګاونډيو هېوادونو متحده عربي اماراتو، کويټ ، ايران ، بحرين او عراق کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
login or register a new account.