Language

محب : امنیتي ځواکونه به ۲۰۲۴ کاله پورې پخپلو پښو ودریږي

کابل (پژواک، ۹ کب ۹۸) : د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال هارش وردن شرینګلا سره ولیدل او د افغانستان پر سوله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه والي  یې سره خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا لخوا دکب په ۹مه، پژواک ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د ملي امنیت سلاکار له هند څخه مننه وکړه، چي د افغانستان د بیارغوني او انکشاف له پروسو یې ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړه، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ به همکارۍ نوري هم زیاتي شي.

نوموړي په دې لیدنه کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو په اړه وویل، چي دلته اصلاحات د پرځان بسیاینې لپاره خورا مؤثر تمام شوي او له پلان سره سم به دا ځواکونه تر ۲۰۲۴ پورې په کامله توګه پر خپلو پښو ولاړ وي.

هغه د سولي د خبرو په اړه هم وویل، چي افغان حکومت لازمه امادګي لري، ولي مهمه ده چي له دې فرصت څخه طالبان او د هغوی ملاتړي سمه ګټه پورته کړي، څو ضایع نشي

login or register a new account.

Related Topics