Language

ناروې د افغانستان د سولې خبرو کوربه توب ته چمتو دی

 

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو وزارت "اودن هالورسن" وايي چې هېواد یې د سولې بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تیار دی.

د اجرائیه ریاست په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اودن هالورسن نن د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي دي.

سرچینې لیکلي چې اجرایه رییس په دې لیدنه کې له افغانستان سره د ناروې د دوامدارو مرستو او په دې مهمه ورځ کابل ته د هالورسن د راتګ مننه کړې دی.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ چې سوله د افغان حکومت او خلکو لومړیتوب دی او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک د دې لارې لومړۍ ګام ګڼل کېږي.

اجرائیه رییس دغه راز زیاته کړه چې افغان حکومت تیار دی چې د دغه بهیر د بریاليتوب لپاره دوامداره همکاري وکړي او له ټولو لورو یې وغوښتل چې له دغه فرصته استفاده وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل، تیار دي چې په دې مهمه ورځ د افغانانو ترڅنګ وي او هېواد یې د تل په څېر تیار دی چې د سولې د بین الافغاني خبرو کوربه توب وکړي.

هالورسن هیله مندي څرګنده کړې چې ټول لوري د بدلون په تدبیر چلند وکړي او له اوسني فرصت څخه د سولې لپاره استفاده وشي.

هغه دغه راز له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

login or register a new account.