کابل (پژواک، ۱۱ کب ۹۸): ولسمشر غني د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک یوه ورځ وروسته د اسلامي جمهوري نظام پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ وویل، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د وخوشي کېدو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته.
دغه راز محمد اشرف غني پر دې له ټینګار سره چې د سولې په بهیر کې له اساسي قانونه نه شي تېرېدلای وویل، له طالبانو سره د خبرو صلاحیتونه محدود دي او په دې برخه کې وروستی تصمیم د لویې جرګې دی او عمومي نظرپوښتنه ده. دغه راز ولسمشر د سولې په تړون کې «اسلامي امارت» هغه عنوان وباله چې طالبانو پر ځان ایښی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د دواړو لورو له شاوخوا یونیم کال خبرو وروسته تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړ.
د بندیانو خوشي کول
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړون کې راغلي چې د ۱۳۹۸ کال د کب له شلمې څخه د بین الافغاني خبرو تر لومړۍ ورځې د طالبانو ۵۰۰۰ او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي کېږي او پاتې زندانیان به په راتلونکو درېیو میاشتو کې خوشي شي.
ولسمشر غني نن په دې اړه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: ((د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته. موږ څو ځله دغه موضوع د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو چارواکو سره په شفاف ډول شریکه کړې ده.))
نوموړي وویل، د یاد شمېر زندانیانو خوشي کېدل وخت ته اړتیا لري.
غني زیاته کړه: ((یوازې د سلو بندیانو خوشي کېدل وخت ته اړتیا لري، پنځه زره بندیانو خوشي کېدل خو ځانګړې اجنډا ده... موږ هم پرې بحث کوو.))
هغه په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا وغواړي بندیان خوشي کړي، څه به وکړي؟ وویل: ((د طالب بندیانو خوشي کول د امریکا صلاحیت نه دی، موږ د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه له امریکا سره کومه موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی چې یوازې په هر اړخیزو خبرو کې مطرح کېدای شي.))Bottom of Form
خو هغه زیاته کړه، افغانان باید پر دې باور ولري، هغه کسان چې خوشي کېږي بېرته وسله نه اخلي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې نه درېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP