کابل (پژواک، ۱۱ کب ۹۸): ولسمشر غني د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک یوه ورځ وروسته د اسلامي جمهوري نظام پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ وویل، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د وخوشي کېدو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته.
دغه راز محمد اشرف غني پر دې له ټینګار سره چې د سولې په بهیر کې له اساسي قانونه نه شي تېرېدلای وویل، له طالبانو سره د خبرو صلاحیتونه محدود دي او په دې برخه کې وروستی تصمیم د لویې جرګې دی او عمومي نظرپوښتنه ده. دغه راز ولسمشر د سولې په تړون کې «اسلامي امارت» هغه عنوان وباله چې طالبانو پر ځان ایښی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د دواړو لورو له شاوخوا یونیم کال خبرو وروسته تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړ.
د بندیانو خوشي کول
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړون کې راغلي چې د ۱۳۹۸ کال د کب له شلمې څخه د بین الافغاني خبرو تر لومړۍ ورځې د طالبانو ۵۰۰۰ او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي کېږي او پاتې زندانیان به په راتلونکو درېیو میاشتو کې خوشي شي.
ولسمشر غني نن په دې اړه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: ((د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته. موږ څو ځله دغه موضوع د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو چارواکو سره په شفاف ډول شریکه کړې ده.))
نوموړي وویل، د یاد شمېر زندانیانو خوشي کېدل وخت ته اړتیا لري.
غني زیاته کړه: ((یوازې د سلو بندیانو خوشي کېدل وخت ته اړتیا لري، پنځه زره بندیانو خوشي کېدل خو ځانګړې اجنډا ده... موږ هم پرې بحث کوو.))
هغه په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا وغواړي بندیان خوشي کړي، څه به وکړي؟ وویل: ((د طالب بندیانو خوشي کول د امریکا صلاحیت نه دی، موږ د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه له امریکا سره کومه موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی چې یوازې په هر اړخیزو خبرو کې مطرح کېدای شي.))Bottom of Form
خو هغه زیاته کړه، افغانان باید پر دې باور ولري، هغه کسان چې خوشي کېږي بېرته وسله نه اخلي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې نه درېږي.
اسلامي امارت
د سولې په یاد تړون کې د طالبانو ډله د افغانستان اسلامي امارت په نوم چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني، یاده شوې ده.»
محمد اشرف غني د اسلامي امارت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((اسلامي امارت هغه کلمه ده چې طالبانو د ځان لپاره کارولې او له امریکا سره په تړون کې ځکه تایید شوې چې دا دولت نه دی او په رسمیت نه دی پېژندل شوی، له یو داسې عنوان پرته بل څه نه دي چې یو کس پر ځای اېښی. ځان ته پر پاچا ویلو څوک نه پاچا کېږي.))
هغه وايي: ((زه د افغان دولت په استازيتوب خلکو ته ډاډ ورکوم چې د پایدارې سولې او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د ساتلو لپاره به هېڅ ډول هڅه ونه سپوم.))
غني وویل، له خلکو سره ژمنه کوي چې د سولې په بهیر کې د ټولنې له ټولو طبقو سره یو ځای مخکې ځي، ځکه د افغانستان د خلکو یووالی د افغانستان ځلانده راتلونکی دی.
هغه زیاته کړه: ((که طالبان فکر کوي د افغانستان خلک ورسره دي، دا ګز دا میدان، راشئ د افغانستان د خلکو غوښتنې واورئ.))
بین الافغاني خبرې
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړون کې ۱۳۹۸ کال د کب شلمه د بین الافغاني خبرو د پیل نېټه یاده شوې ده.
محمد اشرف غني د سولې خبرو د څرنګوالي په اړه وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ساحه محدوده خو د طالبانو او افغان دولت ترمنځ دا سیمه پراخه ده.
هغه د ښځو حقونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((زه د افغانستان د اساسي قانون له لومړي او دویم څپرکي څخه نه شم تېرېدلای. د افغانستان د اساسي قانون په اساس ښځې او نارینه برابر حقونه لري.))
هغه وايي: ((زموږ قوت په ازادۍ کې دی، زه باور لرم چې هر افغان چې پر جمهوریت باور لري، له خپلو ملي ارزښتونو د دفاع توان لري.))
مذاکراتي پلاوی
ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټېم په اړه وویل، هغه پلاوی چې ځي د افغانستان د اسلامي جمهوریت او اساسي قانون استازیتوب کوي او د پلاوي صلاحیت کابل ټاکي.
د هغه په خبره، د پلاوي صلاحیت له دې امله محدود دی چې د اساسي قانون له مخې وروستي تصمیم نیوونکي یا د افغانستان پارلمان دی یا لویه جرګه یا عامه نظرپوښتنه.
هغه زیاتوي: ((زما د څوکۍ ټاکل د پلاوي صلاحیت نه دی، زه فرد نه یم، زه نن د افغان ماشومانو، ښځو او افغانانو د حقونو مدافع یم، که جمهوریت نه وي ولسمشر معنا نه لري.))
غني زیاته کړه: ((دلته باید بشپړ وضاحت ولرو چې اجرائیه قوه دا رول لري چې د تړون مسودې ته ورسېږي او که د افغانستان په خیر وي، وړاندیز کوو چې وروستی تصمیم ملت ونیسي.))
د ده په خبره، که شفافیت نه وي، د پردې تر شا د لاسلیک شوي تړون عملي بڼه سبا اساسي ستونزې رامنځته کولای شي.
هغه په ډاګه کړه چې په هېواد کې د سولې له ټینګښت وروسته ښايي درې میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شي او که د دوی لپاره د ژوند اساسي اسانتیاوې برابرې نه شي، افغانستان له بحران سره مخ کولای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










